حضرت فاطمةالزهرا د حضرت محمد مصطفی(ص)ترټولو واړه لور ده. د یوه روایت په اساس، د اسلام ګران پیغمبر (ص) څلور لوڼه او درې زامن درلودل چې له هغو شپږ له حضرت خدیجه بی بی او یو زوی هم له ماریه قبطیه څخه زیږدلی ؤ.ددغو بچیانو نامې هم،قاسم،عبدالله، ابراهیم،رقیه ،زینب،ام کلثوم او فاطمه(س)وې.له فاطمةالزهرا سلام الله علیها پرته د پیغمبر اکرم نوره ټول بچیان د هغه بزرګوار ژوند کې له دنیا سترګې پټې کړي او د پیغمبر اکرم نسل ویازې د حضرت فاطمةالزهراسلام الله علیها له لارې د وام وموند.
په إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ» آیت شریف کې له کوثره د مقصد په باب مختلفو قولونه ذکر شوي دي.د دریم آیت ؛«إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ» پشمول ځیني شواهد چې فرمائي؛ یقینا دښمن [چې ]پر تا ئې ] د خولې زخم لګوي یا سخته خبره درته کوي] پخپله له کوم نسل او پرګنې پرته [ له ټول وخیر او برکتونو پرته] دی، پر دې دلیل دی چې ورڅخه مراد او مقصد ، د پیغمبر اکرم (ص) ذریّت یعني د فاطمةالزهرا سلام الله علیها بچیان دي .
دهغې بزرګوار ېد زوکړې د تاریخ په پاب د سیرت لیکونو ترمینځ اختلاف موجود دی.په ؛طبقات الکبری، ابن سعد و الاصابۀ ابن حجر عسقلانی پشمول د اهل سنت په زیاتره سرچینو کې د هغې بزرګوارې د زوکړې تاریخ له بعثته پنځه کاله مخکې او هغه مهال چې قریش د خانه کعبې په مرمت کولو بوخت ؤ ذکر شوی دی، خو د اهل تشیّع په زیاتره سرچینو کې د هغې بزرګوارې د زوکړې کال له بعثته پنځه کاله وروسته ذکر شوی دی.
د فاطمه لغت یا کلمه او وصف او له مصدره ؛فطم؛ دی. فطم په عربی ژبې کې د غوڅيدا او جلا کیدا په معنا راغلی دی. ابن حجَر هیتَمي په الصواعِقُ المُحرِقَۀ او نسائي په سُنَن کې لیکلي دي؛ خداوندمتعال هغه فاطمه ونوموله ،ځکه چې هغه او د هغې لیوال ئې د جهنم له اوره لیرې ساتلي دي::فَتال نیشابوري په روضةُ الواعظین کې له امام جعفر صادقه نقل کړي دي؛ فاطمه نوموړل شوې، ځکه چې له ککړتیاؤ پاکه شوې ده:د فاطمه لپآره نوره نامې هم ذکر شوی دي چې؛صدیقه؛،مبارکه، طاهره، زکیّه، راضیّه، مرضیهّ، مُحدثه، بتول او زاهرا له هغو څخه ديږ د هغې بزرګوارې یو تر ټولو مهم لقب؛ام ابیها؛ ،یعني د هغې د پلار مور په معنا دی دغه کنیّت حضرت رسول اکرم خپلې لور ته ورکړی دی،ځکه د حضرت خدیجه له وفاته په وروسته کلونو کې، فاطمه: سره له دې چې یوه ماشومه وه، تل به د پیغمبر ګیرچاپيره لکه پتنګ تاویدله او که هغه بزرګوار(ص) په جنګ کې کوم زخم لیدلی او یا ئې کوم تاوان موندلی ،نو هغه بزرګواره چې واړه وه، د خپل پلار پر زخم او ټپ ملهم کیښودۀ.
د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له ژونده په ماشوموالي او پیغلتوب کې ډیر لږ تاریخي راپورونه شته دي.د تاریخي راپورونو په اساس،د پیغمبر اکرم(ص) له بلنې رابرسیره کیدا وروسته ،فاطمه، په ځينو موردونو کې د خپل پلار په ضد دمشرکانو د تاؤتریخوالو شاهده وه پردې سربیره ،د فاطمه د ماشوموالي درې کلونه ، په شعب ابی طالب کې او د بنی هاشمو او د اسلام د پیغمبر د پیروکارو په ضد دمشرکانو په اقتصادي او اجتماعي دباؤنو کې تیر شول.فاطمه همداراز په ماشوموالي کې دخپلې مور حضرت خدیجه هم له لاسه ورکړه . د پیغمبر اکرم (ص) د قتل لپاره د قریشو فیصله د شپې مهال له مکې د پیغمبر اکرم وتل او مدینې ته روانیدل او له حضرت علی سره یو ځاي مدینې ته دځينو میرمنو او فاطمه هجرت، د حضرت زهرا سلام الله علیها د ماشوموالی ترټولو مهمې پيښې دي.
https://iqna.ir/en/news/3490940